د تېر کال په پرتله، بهر ته د وچې میوې په صادراتو کې زیاتوالی راغلی
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړیو ۸ میاشتو کې د افغانستان د وچې میوې صادرات د پام وړ زیات شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، سږ کال د وچې میوې د صادراتو ارزښت ۲۲۲ میلیونه ډالرو ته رسېږي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۳ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي، خو د تېر کال په لومړیو ۸ میاشتو کې د وچې میوې صادرات ۱۷۹ میلیونه ډالره وو. د افغانستان وچه مېوه تر ډیره، هند، چین، پاکستان، سعودي، متحده عربي اماراتو، المان او ترکیې ته صادریږي.