په کندهار کې امنیتي سرچینو ويلي، چې د دوی ځواکونه اوس هم د تیارسۍ په حال کې دي او د سپین بولدک او چمن ترمنځ پوله د هر راز تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
سرچینو دا هم ویلي، چې دا پرېکړه له پاکستان سره د وروستي تاو تریخوالي له زیاتېدا وروسته رامنځته شوې او تر بلې خبرتیا پورې به تړلې پاتې وي. له دې وړاندې پاکستاني ځواکونو دتورخم دروازه هم تړلې ده.

Share.