د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي چین ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له پرمختللو صنعتي او زیربنایي پروژو لیدنه کړې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د دې لیدنې موخه د چین له صنعتي تجربو ګټه اخیستل، هېواد ته د ټکنالوژۍ د انتقال هڅې، په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو معرفي کول او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو پراخول ښودل شوې ده.

Share.