د کندز ولایت د عامې روغتیا ریاست د تلې په ۲۲مه نېټه د ډاکتر محمدالله حکمت په مشرۍ د روغتیايي همغږۍ ولایتي غونډه وکړه.
په غونډه کې د ښار جوړونې رئیس، د روغتونونو آمران، او د همکارو مؤسسو استازو ګډون کړی و.
ګډونوالو د ژمنیو سون توکو، درملو پر وخت وېش، د امام صاحب ولسوالۍ روغتیايي ستونزو، د کولرا د مخنیوي، او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو په اړه بحث وکړ.
په پای کې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره عملي پرېکړې وشوې، او د ښار جوړونې رئیس د عامې روغتیا ریاست د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې د هڅو له امله د تحسین‌لیک په ورکولو سره وستایل شو.

Share.