د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په هېواد کې د انځرو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه ډېر شوي دي. د شمېرو پر بنسټ، سږ کال له ۱۷ زره او ۵۰۷ هکتاره بڼونو څخه ۱۵۱ زره او ۷۵۴ میټریک ټنه انځر راټول شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دا اندازه ۱۱۱ زره او ۷۷۴ ټنه وه. زابل، کندهار، هرات، اروزګان او هلمند د انځرو د تولید اصلي ولایتونه بلل شوي دي. کرنې وزارت ویلي، د انځرو د تولید، پروسس او بازارموندنې د پراختیا لپاره به د بڼونو د بیارغونې او پانګونې هڅې زیاتې شي.