د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې سږکال په ټول هېواد کې د هندواڼو حاصلات له یو میلیونه او ۳۲۲ زرو مټریک ټنو څخه زیات شوي دي. د یاد وزارت په وینا، د هندواڼو زیات حاصلات په فراه، بلخ، هرات او بادغیس ولایتونو کې ترلاسه شوي دي. کرنې وزارت زیاته کړې، روان کال دهېواد په کچه پر ټولټال ۷۸ زره او ۸۰۸ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې وې.

Share.