په روان لمریز کال کې کندز ښاروالۍ د لسګونو پرمختیایي پروژو د پلي کولو پلان لري چې تر دا مهاله یې د ۱۲ پروژو عملي چارې پيل کړي او د ملا اسحاق کوڅي د کانکریټ کولو پروژه، د ښاروالۍ پارک د دیوال جوړولو پروژه، د شیرخان لیسي شاته کوڅه، د حاجی محمد علم کوڅه او د خاکنۍ لاندې سړک د کانکریټ کولو چارې د بشپړیدو په حال کې دي.
د کندز ښاروالۍ مشرتابه د ښار د آبادۍ او ښاریانو ته د آسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې قوي هوډ لري او په همدې موخه اوس مهال د ښار په بلابیلو سیمو کې کوچنۍ او لویې پروژې د پلي کېدلو په حال کې دي. د کندز ښاروالۍ مشرتابه د ښاریانو غوښتنه کوي چې د یادو پروژو او نورو تاسیساتو په خوندي ساتلو کې خپل مسئولیت په ښه توګه ادا کړي.
