د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانانو د قانوني مېشتېدو او د کار زمینه برابرولو لپاره یې د ۲۰۰ زره کاري ویزو طرحه جوړه کړې ده. د وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې دا تګلاره د افغان کډوالو د حضور مدیریت او د کار فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوې ده. ایران دغه خبره تر هغه وروسته کوي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د سوېلي اسیا لوی مدیر محمدرضا بهرامي په کابل کې د کډوالو چارو وزیر سره په لیدنه کې د کاري ویزو د ورکړې ژمنه وکړه.

Share.