د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولینو خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستانه ۷۹۵ کورنۍ هېواد ته را ستنې شوې دي. د یاد کمېسیون مسوولین وایي، چې له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۰، د اسلام کلا له لارې ۵۴، د سپين بولدک له لارې ۵۷۶ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۱۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کمېسیون ویلي، چې دغه راز ۷۰۰ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۳۱۸ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.
