د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ریچارد لینزي سره کتلي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت خبرې کړې او په دوه اړخېزه دوامداره همکاریو یې ټینګار کړی دی.

Share.