د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست، د والیبال فدراسیون او د قلعه زال ولسوالۍ ورزشي کمیټې په همکارۍ د آق تپې سیمه کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې. سیالۍ د يوه واده په مناسبت د یوې شپې لپاره ترسره شوې.
پایلوبه کې، قاري ادریس پهلوان لوبډلې د خان ذاخیل لوبډلې ته ۲۵-۱۵ په امتیازونو سره ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
