د ا.ا ویاند ویلي، چې ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویم پړاو مذاکرات پر درېیمه ورځ لاهم روان دي او پایلو ته یې په تمه دي. نوموړی زیاتوي، چې افغان حکومت د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري، خو په خبره یې که کوم هېواد پر افغانستان برید کوي، له ورته اقدام سره به مخ شي.

Share.