د کندز دامنیه قومندانئ مسوولین وايي، دغه کسان په د اعتیاد پر ضد د مبارزې په یو ۶ میاشتنۍ درملیزه دوره کې له نشې خلاص شوي دي.

د یاد مرکز یو مسوول وویل، چې د درملنې ترڅنګ له معتادینو سره د ديني، رواني او مسلکي روزنې پروګرامونه هم ترسره شوي دي، څو له درملنې وروسته وکولای شي عادي ژوند ته ستانه شي او د کار له لارې خپله اقتصادي ستونزه حل کړي.

هغه زیاته کړه، چې د اعتیاد د مخنیوي لپاره عامه پوهاوی او د کار زمینه برابرول اړین دي، ځکه ډېر ځوانان د بې‌کارۍ او ناهیلۍ له امله نشې ته مخه کوي.

له بلې خوا، روغ شوي معتادین له دولت او مرستندویو بنسټونو غوښتنه کوي، چې د کار زمینې ورته برابرې کړي، څو بیا د نشې پر لور تګ ته اړ نه شي.

Share.