د بغلان ولایت د غوري سمنټو فابریکې مسؤلین وایي، چې، اوس مهال د یادې فابریکې ورځنی تولید له ۳۰۰ ټنو څخه ۷۰۰ ټنو ته لوړ شوی.
د یادې فابریکې رئیس انجنیر شفیعالله واحدي وايي، د فابریکې د درېیمې برخې د جوړېدو چارې هم روانې دي، چې له بشپړېدو سره به ورځنی تولید ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.
وایي، د دې پرمختګ له امله ۷۰۰ کسانو ته مستقیم او سلګونو نورو ته غیر مستقیم کار پیدا شوی.
