د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د نورو هېوادونو د اټومي ازموینو په غبرګون کې به امریکا یو ځل بیا د اټومي وسلو ازموینې پيل کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې پرېکړې د فوري پلي کېدو امر یې دفاع وزارت ته سپارلی دی.
ټرمپ وویل، د خپلې لومړۍ دورې پر مهال یې د امریکا اټومي زېرمه نوې کړې وه او اوس اړتیا ده، چې د ځواک توازن د ساتلو لپاره ازموینې بیا فعالې شي.
تر اوسه دا نه‌ ده څرګنده، چې دغه ازموینې به واقعي اټومي چاودنې وي او که تقلیدي به وي.

Share.