د دایکندي ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت پنځه تنه اوسېدونکي په تاجکستان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګاز د چاودنې له امله مړه شوي دي. د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست په خبره، دغه کسان دوه ورځې وړاندې د کان دننه د چاودنې له امله ژوند له لاسه ورکړی. سرچینه زیاتوي، مړه شوي کسان د دایکندي د شهرستان، میرامور او اشترلي ولسوالیو اوسېدونکي دي. دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه میاشت مخکې هم نهو افغان کارګرو په ورته پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
