ترکمنستان ویلي، چې د افغانستان زلزلهځپلو ته یې مرسته استولې ده. د ترکمنستان د نړۍوال معلوماتي مرکز د راپور له مخې، د دغه هیواد د بشري مرستو کاروان پرون له ترکمنستان څخه د افغانستان پر لور روان شو. دغه بشري مرسته د ترکمنستان د پارلمان د رییس د لارښوونې او د قربانقلي بیرديمحمدوف د خیریه بنسټ لهخوا استول شوې ده. د هېواد په شمال کې د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې تر ۱۳۰۰ زیات کورونه ویجاړ کړي چې له امله یې ۲۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۱۱۷۲نور یې ټپیان کړل.
