د راپورونو له مخې ایران له تېرې یوې لسیزې راهیسې د اوبو له سخت ناورین سره مخ دی.
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، چې که وچکالي همداسې دوام وکړي؛ نو پلازمېنه تهران چې تر ۱۰ مېلیونه ډېر خلک پهکې مېشت دي؛ ښایي په نږدې راتلونکې کې د استوګنې نه وړ په ښار بدل شي. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې که چېرې تر راتلونکې میاشتې پورې باران ونه شي؛ نو دوی به د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.
