د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ایم ) خبر ورکړی، چې د لیبیا په سمندر کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۴۲ کډوال تري تم دي او ښایي چې دغه کسان مړه شوي وي. د لیبیا ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په دغه کښتۍ کې ۴۹ کډوال سپاره وو چې ۷تنه یې ژغورل شوي دي. د ای او یم دمالوماتو له مخې دغه کډوال د سوډان، نایجریا، کامرون او سومالیا هېوادونو وو. د یاد سازمان په خبره؛ سږکال په مرکزي مدیترانه کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښو کې تر زرو ډېر کډوال مړه شوي دي.

Share.