د کندز ښار په بېلابېلو سیمو کې د کندز ښاروالۍ له داخلي بودیجې د یو شمېر بیارغونې پروژو چارې روانې دي. د دغو پروژو د کارونو د ښه کیفیت او معیاري تطبیق د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د کندز ښاروال قاري ګل نبي انس، د څار او ارزونې آمر زیبنور مبارز او د ارزیابۍ انجنیر حمیدالله انوري په ملتیا، د چهلدختران ګذر د کوڅو کانکریټ، د ابراهیمخیلو د کوڅو کانکریټ کولو پروژه، د هوټل ودانۍ د جوړولو پروژه او یو شمېر نورې روانې پروژې له نږدې وڅارلې.
د څارنې پر مهال د کندز ښاروال د پروژو مسؤلینو ته ټینګار وکړ چې ټول کارونه باید په اساسي، معیاري او د انجنیرۍ د اصولو مطابق ترسره شي. نوموړي زیاته کړه چې د پروژو څارنه به په دوامداره توګه ترسره کېږي او که هر څوک غیرمعیاري او د انجنیرۍ د اصولو خلاف کار وکړي، ورسره به قانوني چلند وشي.
د یادونې وړ ده چې سږکال د کندز ښاروالۍ د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۳ د بیارغونې پروژې پلې کوي، چې تر دې مهاله د ۱۳ پروژو چارې بشپړې شوې او د پاتې ۱۰ پروژو چارې روانې دي.
