سره له دې چې له پاکستان سره سوداګري بنده شوې، د کندزبازارونه باثباته پاتې دي او سوداګري په عادي ډول روانه ده. مسوولین د بديلو لارو په کارولو تمرکز کړی، کورني توليداتو وده کړې او صادرات نورو هېوادونو ته زیات شوي دي. هټۍ وال خلک هڅوي چې له داخلي تولیداتو ګټه واخلي.
