د پاکستان یوې ځانګړې محکمې پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن د مالي فساد په یوه قضیه کې په ۱۷ ـ ۱۷ کلونو بند محکوم کړي دي. پاکستاني رسنیو ویلي، چې محکمې دواړو ته د ۱۶ اعشاریه ۴ میلیونه روپیو جریمه هم ټاکلې، چې د نه‌ورکولو په صورت کې به پرې اضافي بند تطبیق شي. دا حکم نن د اډیاله زندان په ځانګړې محکمه کې اعلان شوی. د عمران خان حقوقي ټیم ویلي، د محکمې پر پرېکړه به استیناف وکړي.

Share.