د اوبو او انرژۍ وزارت، د انرژۍ معین په مشرۍ پلاوي د قرغېزستان د انرژۍ وزارت له مرستیال سره کتلي دي. د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي، چې په دغه کتنه کې افغانستان د سیمهییزو انرژۍ پروژو لپاره مهم نښلونکی وبلل شو، د برېښنا سکټور د پانګونې فرصتونه تشریح شول او د کاسا ۱۰۰۰پروژې د پرمختګ په اړه معلومات شریک شول. د خبر پاڼې له مخې، دواړو لورو د شبکې عصري کېدو، د برېښنا تولید، د ضایعاتو کمولو او د تخنیکي همکاریو پر پیاوړتیا هوکړه کړې ده.
