د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي، په کابل کې د تاجکستان له سفیر ډاکتر سعدي شریفي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا، د تجارتي همکاریو د پراختیا او د ګډو پانګونو د فرصتونو په اړه خبرې شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څلورو کلونو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پام وړ پراخې شوې دي.
