د ملي پراختیا شرکت ويلي، چې په بغلان کې د غوري سمنټو فابریکو پخوا په ورځ کې تر شاوخوا ۱۵۰ ټنه تولید درلوده، خو اوس په ورځ کې تر ۷۰۰ ټنه تولید لري. د دغه شرکت ویاند نبي ارغندیوال ویلي، پخوا د غوري سمنټ فابریکو تولیدي چارې د یو شمېر ستونزو له امله درېدلې وې او یا هم په ورځ کې تر ۱۵۰ ټنه تولید درلود، خو کله چې د یادو فابریکو چارې ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شوې، نو اوس یې د ورځنۍ تولید کچه تر ۷۰۰ ټنو رسېږي. نوموړي ویلي، د دغو فابریکو د درېیمې نوې فابریکې په فعالیت سره به په ورځني ډول د سمنټ تولید ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.

Share.