د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ د علماوو یوې غونډې له افغانستان او پاکستان غوښتي چې خپلې روانې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. د غونډې ګډونوالو په یوه ګډه اعلامیه کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو پر خراب وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او پر دواړو لورو یې د ښه ګاونډیتوب، د یو بل د حاکمیت درناوي او د سولې لپاره د هڅو ټینګار کړی، څو دوه‌اړخیزې اړیکې او سوداګرۍ ته زمینه برابره شي.

Share.