د کندز ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست د هندیکپ انټرنشنل دفتر په مالي همکارۍ، د خان‌آباد، چهاردرې او امام‌صاحب ولسواليو کې د يتيمو، معلولو، بې‌سرپرسته او راستنېدونکو ماشومانو ۸۹ اړمنو کورنيو ته د ژوند د ګوزارې وسايل ووېشل.
يادې کورنۍ تر مخکنۍ سروي وروسته، د خپلو مسلکي وړتياوو له مخې هرې کورنۍ د ۳۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت د کار وسايل تر لاسه کړل، څو د دايمي عايد او باعزته ژوند زمينه ورته برابره شي.
د ماشومانو د ملاتړ او ساتنې کمېټې مسوولينو د مرستندويه بنسټ له همکارۍ مننه وکړه او له کورنيو يې وغوښتل چې ياد وسايل د خپل دوامدار عايد لپاره وکاروي.

Share.