د کندوز ـ تخار د لویې لارې د داغ ګیرۍ او بیارغونې چارې د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست د ساختماني چارو امر محمد نبي فروتن ویلي، چې د کندوز ـ تخار د ۳۱ کیلومتره لویې لارې د بیارغونې او داغ ګیرۍ چارې د ټولګټو وزارت له پراختیايي بودجې څخه د ۲ میلیونه ۹۱۵ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د یادې پروژې موخه د سړک ساتنه، د ټرافیکي پېښو مخنیوی او د سیمې اوسېدونکو او مسافرو لپاره د تګ راتګ اسانتیا برابرول دي.
