ایراني چارواکو ویلي، چې د دوغارون له لارې افغانستان ته د ايران د کلنيو صادراتو ارزښت نږدې ۳ میليارده او ۲۰۰ مېليونه ډالرو ته رسېدلی دی. د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسين مظفري ويلي، د دوغارون د ازادې سوداګريزې صنعتي سيمې اداري جوړښت تازه فعال شوی او وړانديز شوی چې دغه سيمه د ايران او افغانستان ترمنځ په يوه ګډه ازاده سيمه بدله شي؛ څو جغرافيايي محدوديتونه راکم او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو د تګ راتګ زمينه اسانه شي. د هغه په خبره؛ دغه وړانديز دا مهال افغان چارواکو تر څېړنې لاندې دی.

Share.