د بغلان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکزي ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۰۵ میلیونو افغانیو په لګښت ۸ سترې پراختیایي پروژې پلې کېږي. د چارواکو په خبره، په دې کې د ۱۳.۵ کیلومټره فرعي سړکونو کانکریټ کول او د درېیو سوداګریزو مارکیټونو جوړول شامل دي.
