د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس ادهانوم ګبریسوس اعلان کړی، چې دې سازمان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له میاشتې تر اوسه پورې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې ۱۹۳ روغتیايي مرکزونو ته د اړینو درملو او طبي وسایلو ۲۲۳ متریک ټنه مرسته وېشلې ده.
دغه درمل به د څه باندې ۲۰۰ زره کسانو لپاره د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه ملاتړ وکړي.
