د کندز امنیه قومانداني مطبوعاتي دفتر د وروستیو خپرو شویو راپورونو او د ځینو رسنیو د ناسم تبلیغ په تړاو د وضاحت په موخه عامه افکارو ته خبر ورکوي:

په دې وروستیو کې د ناظرې رشیدي په نوم یوه ښځه، چې پخوا یې د یوې محلي راډیو د خبریالي په توګه دنده ترسره کړې وه، د څلورو نورو ښځو سره یوځای د جنایي پیښې په تور د امنیتي پولیسو لخوا نیول شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د نوموړې نیول هېڅ ډول له رسنیز فعالیت سره تړاو نلري، ځکه هغه دا مهال له هېڅ رسنۍ سره کاري اړیکه نلري. په دې اړه د ځینو رسنیو لخوا خپاره شوي راپورونه چې دا موضوع له رسنیو سره تړي، حقیقت نلري او ناسم تبلیغ بلل کېږي.

د پېښې په تړاو قانوني او هر اړخیزې څېړنې روانې دي، او تر بشپړې پلټنې وروسته به یاد کسان د نافذه قوانینو له مخې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د کندز امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له ټولو رسنیو غوښتنه کوي چې د ورته موضوعاتو په خپرولو کې دقت وکړي او یوازې د رسمي سرچینو له لارې ترلاسه شوي معلومات خپاره کړي.

په درنښت

جمعه الدین خاکسار

د کندز امنیه قومانداني ویاند

Share.