د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د ټول هېواد په کچه یې د شاتو مچیو د روزنې او شاتو تولید لپاره څه باندې ۳۰ زره فارمونه جوړ کړي او هڅه کوي، له دغه سکټوره خپل ملاتړ زیات کړي. د افغانستان شات بیا د خپل طبیعي خوند له امله د کورني بازار ترڅنګ په نړۍواله کچه هم ښه پېرېدونکي لري، چې یوازې سږ کال له کندهار ولایت څخه ترکیې، عمان، ایران او نورو هېوادونو ته ۲.۵ میټریک ټنه شات صادر شوي دي. په ورته مهال بیا د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو خونه وايي، افغانستان اوسمهال د شاتو تولید برخه کې پرځان بسیا دی او اړتیا نشته چې له نورو هېوادونو افغاني مارکېټ ته شات را وارد شي.
