د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو واردات د تېرو میاشتو پرتله پنځه برابره زیات شوي دي. د روزنک سټېشن مسوولین وايي، پخوا به میاشت کې له ۱۰ څخه تر ۱۵ زره ټنه توکي راواردېدل، خو اوس دا کچه ۷۰ زره ټنو ته رسېدلې ده. دوی وايي، د وارداتو ډېره برخه سمنټ، اوسپنه، سرامیک، کاغذ، بوره، غوړي او تېل دي، چې له ایران، ترکیې، چین او متحده عربي اماراتو واردېږي. د دې زیاتوالي له امله، په روزنک سټېشن کې د ۲۵۰ څخه زیاتو کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.

Share.