د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت خبر ورکړی، چې د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ پروژې اړوند ستونزې حل شوې او دمګړۍ د یادې پروژې د امکان سنجولو کار دوام لري. د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د چین ـ قرغیزستان ـ ازبکستان د ریل پټلۍ د ټرانزیټ ظرفیت پیاوړتیا په موخه هڅې دوام لري. د سرچینې په خبره د سیمې د ټرانسپورټي شبکې په پراخولو سره، ازبکستان هڅه کوي چې په سیمه کې د یو مهم لوژستیکي او ټرانسپورټي مرکز په توګه نور هم خپل ځای ټینک کړي.
