د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت روان کال کې د تازه میوو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي. دغه وزارت ویلي، چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د تازه میوو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان اوسمهال له ګڼو هېوادونو سره سوداګري لري او په تېر ۲۰۲۵ کال کې، له افغانستانه څه باندې ۳۱۷ زره ټنه تازه میوې نړۍوالو بازارونو ته صادرې شوې دي. هاخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د بدیلو لارو موندلو برخه کې د ا.ا کړنې ستايي او په دې برخه کې د لازیاتو هڅو غوښتنه کوي.
