د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، چې روانه میاشت په پاکستان کې د افغانانو نیونې او توقیف ۱۸ سلنه زیات شوی دی. یاد سازمان ویلي، چې د جنورۍ له ۴ تر ۱۰ پورې، ۷۳ سلنې نیونې په بلوچستان او ۱۶ سلنې په اسلاماباد کې شوې دي. د سپټمبر له ۱۵ د جنورۍ تر ۱۰ پورې ټولټال ۱۳۰ زره ۹۹۹ افغانان نیول شوي چې تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې ثبت شوې دي.
