د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي تر هغې به د ۸ اروپايي هېوادونو پر وارداتو تعرفې لوړې ساتي چې متحده ایالتونه د ګرینلنډ د اخیستو اجازه ترلاسه نه کړي. د راپور له مخې، ټرمپ به د روان کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې د ډنمارک، ناروې، سویډن، فرانسې، المان، هالنډ، فنلنډ او برېتانیا پر وارداتي توکو لس سلنه اضافي تعرفه ولګوي. هغه ګرینلنډ د امریکا د ملي امنیت لپاره حیاتي بللی او د پوځي ځواک کارول یې هم نه دي رد کړي. په ورته وخت کې، ډنمارک او د ګرینلنډ مشران وايي دغه ټاپو د پلور لپاره نه ده، او اروپايي هېوادونو د ګرینلنډ ملاتړ ته د پوځي حضور له لارې غبرګون ښودلی دی.

Share.