د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي او شاوخوا ۵۰ تنه ملي سوداګرو په ملتیا بنګلهدېش ته رسمي سفر کړی. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ پر دوهاړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ پر پراختیا، د صادراتو او وارداتو پر اسانتیاوو او د ګډو پانګیزو فرصتونو په اړه خبرې وشي. سوداګرۍ وزارت ویلي، د دې سفر موخه د افغان سوداګرو لپاره د نوو بازارونو موندل او د هېواد د تولیداتو لپاره د صادراتي فرصتونو پراخول دي.
