د هرات ولایتي مسوولین وایي، چې د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته نږدې ۴۰۰ زره ټنه توکي افغانستان ته را لېږدول شوي دي. د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې د اروپا او اسیا له بېلابېلو هېوادونو څخه نږدې ۴۰۰ زره ټنه توکي د دې اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته رالېږدول شوي دي. د هغه په خبره، یوازې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې شاوخوا ۳۸۳ زره ټُنه توکي د هرات–خواف د رېل پټلۍ له لارې هرات ته انتقال شوي او د دې لارې د ترانسپورټ بهیر هره ورځ د زیاتېدو په حال کې دی. نوموړي زیاته کړه، چې د دې مسیر د لېږد ظرفیت په لوړېدو دی او د هېواد د وارداتو په اسانتیا کې مهم رول لري.

Share.