رویټرز خبري اژانس د هندي چارواکو له قوله ویلي، چې د بنګلهدېش د عمومي ټاکنو له رانږدې کېدو سره د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو له امله هند پرېکړه کړې چې له دغه هېواده د خپلو ډیپلوماټانو کورنۍ او تړلي کسان باسي. په راپور کې راغلي، ټاکنیزې هلې ځلې سبا د پنجشنبې په ورځ پیلېږي او دا ټاکنې له پراخو لاریونونو لامل شوې دي. رویټرز ویلي، د ۲۰۲۴ کال له خونړیو لاریونونو وروسته چې پخوانۍ لومړۍ وزیره، شیخ حسینه پکې هند ته وتښتېده، د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.
