ډان ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له قوله په خپاره کړي راپور کې ویلي چې د کراچۍ په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له کبله د وژل شویو شمېر لږترلږه ۶۰ کسانو ته لوړ شوی دی. د چارواکو په خبره د ګل پلازا شاپنګ سنټر د لټون او ژغورنې عملیات نن د پنجشنبې پر ورځ هم روان وو او ډلې هڅه کوي له هغو تر ۸۰ ډېر کسانو برخلیک معلوم کړي چې د شنبې ورځې د اورلګېدنې وروسته لاهم نادرکه دي. د سرچینې په خبره یاد سوداګریز مرکز په ګڼ‌مېشته تجارتي سیمه کې موقعیت لري. د کراچۍ سوېلي سیمې د پولیسو مرستیال مشر سیداسدرضا «ډان» ورځپاڼې ته ویلي چې لږترلږه ۳۰ جسدونه په یوې هټۍ کې موندل شوي دي.

Share.