د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې پر غزې د اسراییلو په تازه بریدونو کې د ٣ خبریالانو په ګډون ١١ فلسطینیان شهیدان شوي دي. ورته مهال د غزې روغتیایي چارواکو ویلي، چې وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي او شپږ کسان ټپیان شوي. د راپورونو پر بنسټ، انس غنیم، عبدالرؤف شات او محمد قشته له وژل شویو خبریالانو څخه دي او د غزې یوه مرکزي سیمه کې د راپور په جوړولو بوخت وو چې د اسراییل له لوري پرې هوایي برید شوی دی.

Share.