د روسیې، اوکراین او امریکا استازو پرون په ابوظبي کې د اوکراین د کړکېچ په اړه درېاړخیزې خبرې پیل کړې، خو تر اوسه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي. راپورونه وايي، خبرې به دوام ومومي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي ویلي، د هېواد لپاره یې د امنیتي تضمینونو اړوند شرایط وروستي شوي او له جګړې وروسته د اقتصادي بیارغونې په اړه د هوکړې مسوده هم چمتو ده. دغه درېاړخیزې خبرې داسې حال کې ترسره کېږي چې پر اوکراین د روسیې بریدونه دوام لري.
