د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۳ د غواګانو فارمونه شتون لري، چې په ورځني ډول له ۳۲۰۰ غواګانو څخه شاوخوا ۱۲۰ زره لېټره شیدې تولیدیږي. د یاد ریاست د مسوولینو په خبره، په دغه ولایت کې ۵۲۰ کوچني او لوی لبنیات پلورنځي شتون لري، چې د بازار اړتیا پوره کولی شي او په دغه برخه کې پرځان بسیا شوی او ممکن کندهار ولایت کې به پر واردېدونکو شیدو تعرفې لوړې شي. کندهار د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې خلک یې د ژوند اړتیاوې تر ډېره د کرنې او مالدارۍ له لارې پوره کوي.

Share.