په روان کال کې د کندز حوزوي روغتون کې د سي‌ټي سکن دستګاه فعاله او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شوه.
د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، له دې سره د بيړنيو پېښو، مغزي ناروغيو او عملياتو اړوند ناروغانو تشخيص چټک شوی او ناروغان به نور د معاينې لپاره نورو ولايتونو ته تګ ته اړ نه وي.
د عامې روغتيا رييس دا اقدام د روغتيايي خدمتونو د پياوړتيا او د لګښتونو د کمښت په برخه کې مهم ګام بللی دی.

Share.