رویټرز اژانس د لبنان چارواکو په خبره راپور ورکړی چې ښايي لا هم یو شمېر کسان تر خاورو لاندې وي او د مرګژوبلې شمېرې لوړې شي.
راپور کې ویل شوي چې د نړېدلو ودانیو ترڅنګ، د استوګنې نورې ودانۍ هم د نړېدو له ویرې تخلیه شوي.
تراوسه د دغو ودانیو نړېدو لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
د لبنان ولسمشر جوزف عون د بېړنیو خدمتونو رسوونکو ادارو ته د ژغورنې عملیاتو او مرستو رسولو په موخه د چمتووالي امر کړی دی.
