د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، چې جاپان په افغانستان کې د ماشومانو فلج (ګوزڼ) لهمنځه وړلو په موخه ۶ میلیونه او ۳۰۰ زره امریکایي ډالر مرسته کړې.
د یونیسف په وینا، دغه مرسته د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې (JICA) له لورې ورکړل شوې ده.
غه بنسټ زیاته کړې، دا پیسې به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې په ټول هېواد کې له پینځو کلونو کم عمره ۱۲ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کولو په برخه کې ولګول شي.
