دغه مرستې د عزیزي خیریه بنسټ له خوا، د افغانستان اسلامي بانک په همکارۍ، د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت برابرې شوې وې. د بنسټ د مسؤلینو په وینا، دا مرسته د اړمنو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه چمتو شوې، څو هغوی وکولای شي د ژوند لومړنۍ اړتیاوې په نسبي اسانتیا سره پوره کړي.
په کندز کې د عزیزي بانک مسؤل اسد دولتزی وایي، عزیزي خیریه بنسټ هر کال د روژې په مبارکه میاشت کې د هېواد په څلور دېرشو ولایتونو کې شاوخوا شل زره کورنیو ته خوراکي توکي وېشي، ترڅو د بېوزلو کورنیو لاسنیوی وشي. د نوموړي په وینا، په دغو مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي شامل دي، چې د یوې کورنۍ اړتیاوې پوره کولای شي.
بل لور ته، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو غړو د عزیزي خیریه بنسټ له مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې یاد بنسټ تل له دوی سره مرسته کړې ده. هغوی د نورو خیریه بنسټونو او سوداګرو څخه هم وغوښتل چې په دې مبارکه میاشت کې د بېوزلو کورنیو لاسنیوی وکړي، څو د هغوی د ژوند چارې اسانه شي.
دا په داسې حال کې ده چې عزیزي خیریه بنسټ هر کال د روژې میاشتې د درناوي په پار د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شل زره اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وېشي.
