د لبنان په ختیځ کې د اسراییلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي، چې په کې د حزبالله یو لوړپوړی چارواکی هم شامل دی. راپورونه وایي، اسراییل د «بقاع درې» سیمه کې د حزبالله اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.
اسراییل او حزبالله په ۲۰۲۴ کال کې د اوربند تړون لاسلیک کړی و، خو له هغه وروسته بریدونه نږدې هره ورځ دوام لري. د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، په لومړیو ۱۲ میاشتو کې د اسراییل له لوري د دغه اوربند څه باندې ۱۰ زره سرغړونې ثبت شوي دي. دا برید د اوربند له عملي کېدو راهیسې تر ټولو سخت بلل شوی دی.
